Abstract
هغه مواد چې په وړو کولمو کې جذبیږي لومړی جګر ته ځي او له پروسس کیدو وروسته بیا زړه ته داخلیږي. د هاضمې کانال ټولې برخې په پورتال سیستم پورې اړه نه لري. پورتال سیستم د مری له لاندینۍ برخې څخه پیل او د مقعد د کانال تر پورتنۍ برخې پوره ادامه لري. د وینې هغه لوی حجم چې د پورتال په وریدې سیستم کې شتون لري د بدن عکس العمل د مایعات د کمیدو او زیاتیدو په مقابل کې متاثره کوي. هغه وینه چې د پورتال په ورید کې شتون لري د جګر د فزیولوژیکي دندو لپاره ډیر مهم دي. د پورتال وریدي سیستم امبریولوژی د حاملګۍ په څلورمه اوونۍ کې پیل او تر دولسمې اوونۍ پورې دوام کوي. د پورتال وریدي سیستم اهمیت دا دی چې وینه مخکې له دې چې زړه ته داخله شی، لومړي جګر ته ځي او هلته یې زهري او مضر مواد فلتر کیږي.
Published Version
Join us for a 30 min session where you can share your feedback and ask us any queries you have